د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام میدان وردګو ولایت ته سفر کړی، او هلته یې د یاد ولایت لوړو زده کړو موسسې د احاطې دېوال بنسټ ډبره کېښوده او تر څنګ يې ولسي غونډه کې ګډون کړی.
مولوي نداء محمد نديم د یادې احاطې دېوال بنسټ ډبرې کېښودو پر مهال ویلي، چې د احاطې دغه دیوال به پنځه سوه جريبه ځمکه کې د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شي، چې ټول لګښت به يې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه ورکړل شي.
د میدان وردګ لوړو زده کړو موسسې مسولينو، استادانو او محصلينو د یادې موسسې د احاطې دېوال پر جوړېدو خوښې ښودلې او د لوړو زده کړو وزارت د دغه اقدام قدردانی يې کړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په ولسي غونډه کې، چې د یاد ولایت والي، امنیې قومندان، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، مجاهدينو، علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې شيوخو، ځایي متنفذينو، استادانو او محصلینو پکې ګډون کړی و، د میدان وردګو ولایت مجاهد او علم دوسته ولس د شهادتونو قدردانی وکړ او د اشغالګرو پر وړاندې يې د جهاد په دوران کې د هغوی کارنامې او اتلولۍ ستایلي دي.
همدا راز نوموړي د مسلمانانو تر منځ د اتفاق او اتحاد پر ګټو، د شریعت پلي کولو، په تحصيلي بنسټونو کې د دعوت او ارشاد پر پروګرامونو او د هغوی اړتیاوو، د امیر اطاعت او له بېلابېلو لارو څخه يې د فرمانونو دفاع، د غرب فکري او تبليغاتي جکړې سره مبارزه او پر وړاندې يې درېدل او د اسلام او افغانستان د دښمانو پر ټولو دسيسو خبرې کړي.
سرپرست وزیر زیاته کړې؛ د دې ټولنې هر وګړی مسوليت لري، چې د هېواد مشرانو د حکمونو د اطاعت تر څنګ د هېواد د دښمانو مغرضو تبليغاتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله ديني وجیبه ادا کړي او د هېواد پراختیا او پرمختګ په برخه کې هڅې وکړي.
ویناوالو میدان وردګ ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ورتګ څخه مننه کړې او په دغه ولایت کې یې د تحصیلي بنسټونو پراختیا او ودې ته د لا زیاتې پاملرنې تر څنګ، په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير تېره اونۍ د هېواد شمال او شمال ختيځ زون ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې د يادو زونونو د تحصيلي بنسټونو ١٤ پروژې پرانيستې او ١٥ نورې يې منظور کړې.