د ریاستالوزرا مطبوعاتي دفتر وايي، چې مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه او خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د هرات علماوو د یاد ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم په دې ولایت کې ټولنیز او امنیتي وضعیت ښه شوی او خلک له اوسني وضعیت څخه بشپړ راضي دي.
دوی د اسلامي امارت له رهبري او مسولینو غوښتي، چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو، د هېواد په سطحه د مجاهدینو استخدام او د بیتالمال له ضایع کېدو څخه مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رییسالوزرا اداري مرستیال هېواد کې د اسلامي نظام د حاکمیت په لاره کې د هرات د خلکو هڅې او قربانۍ ستایلې او ویلي یې دي، چې د خلکو روحي او ټولنیزه ارامي د اسلامي امارت د مشرانو مسولیت دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې خلک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې له بشپړ امنیت برخمن دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین د خلکو د ستونزو حل او د بیتالمال د ضایع کېدو مخنیوي په موخه جدي هڅې کوي.