ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سياسي معاونيت د دفتر لوی رییس له امیرزي سنګین سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا سياسي معاونيت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر نن د تېرې ادارې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزير‌ امیرزي سنګين سره لیدنه کړې.

امیرزي سنګين چې څه موده وړاندې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون لخوا بېرته هېواد ته راستون شوی د اسلامي امارت هڅې یې ستایلي او ویلي يي دي، هېواد ته د پخوانیو سیاسيونو د راتګ لپاره هېڅ راز خنډ نشته او هر څوک په ډاډه زړه هېواد ته راتللی شي.

د نوموړي په وینا؛ په هېواد کې د لویو بنسټیزو پروژو پیل بېساری اقدام دی، چې د غوره راتلونکي او پر پښو ولاړ اقتصاد پیلامه ګڼل کېږي.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر څرګنده کړې، اسلامي امارت د افغانانو حقونو ته ژمن دی او د شریعت په رڼا کې د ټولو هېوادوالو حقونه یو شان ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړې، د حکومت لخوا د پخوانۍ ادارې ټولو چارواکو ته د ډاډمن ژوند په موخه اړینې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.