ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل په هوايي ډګر کې د راستنېدونکو ښه راغلاست دفتر پرانيستل شوی

د مهاجرينو چارو سرپرست وزیر خليل الرحمن حقاني په شتون کې د کابل په هوايي ډګر کې د راستنېدونکو ښه راغلاست په موخه د دغه وزارت او د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ګډ دفتر د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوی.

ياد دفتر د امريکايي قواوو له وتلو وروسته زيانمن او له فعاليتونو غورځېدلی و، چې د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رياست په هڅو او د مهاجرت نړيوال سازمان په همکارۍ بيا ځلې فعال او راستنېدونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو له پاره چمتو شوی.

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د یاد دفتر برخو د پرانستلو او کتنې په ترڅ کې د مهاجرت نړیوال سازمان د مرستو همغږۍ له مسول عدنان بغجتي سره په خبرو کې د دغه سازمان له همکاریو څخه مننه کړې او ویلي يي دي، د راستنېدونکو د ناسم وضعیت په پام کې نیولو سره له تاسې دا غوښتنه ده، چې خپلې نغدي او خوراکي مرستې د کمیت او کیفیت له پلوه زیاتې کړﺉ او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د واټن په پام کې نیولو سره د راستنېدونکو د اوسیدو له پاره د هوايي ډګره بېرون لنډ مهاله ځايونه چمتو شي، چې په دې برخه کې ستاسې همکاريو ته اړتيا لرو.

ښاغلي عدنان ژمنه کړې، چې مطرح شوې غوښتنې به د سازمان له مسولينو سره شريکې کړي.

د حقوقي ملاتړ رييس غلام نبي داد خېل په وینا اوسمهال هر راستنېدونکي ته د ياد سازمان له لوري ١٤٧ يورو، خواړه او اوبه وېشل کېږي او روغتيايي خدمات ور ته وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د یاد دفتر دوه برخې لري یوه برخه يې د وزارت او IOM کار کوونکو او بله برخه یې د راستنېدونکو د ښه راغلاست له پاره  ټاکل شوې، چې په یو وخت کې د شاوخوا ۵۰۰ راستنېدونکو ظرفیت لري.