د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت دفتر لوی رییس مولوي ذاکر په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر له مسول سهیل شاهین سره لیدنه کړې.
سهیل شاهین په دوحه کې د اسلامي امارت د دفتر پر کړنو خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د غربي نړۍ سربېره ګڼ شمېر اسیايي هېوادونه هم ورسره په اړیکه کې دي او وخت ناوخته لیدنې لري.
نوموړي زیاته کړې، په دوحه کې د اسلامي امارت د دفتر غړي مهمو غونډو ته وربلل کیږي او له یو شمېر سازمانونو سره هم اړیکې لري.
د نوموړي په وینا، که څه هم ځینې هېوادونه په کابل کې سفارتونه نه لري، مګر اړونده مسایل د دوحې له دفتر سره شریکوي.
د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر په دوحه کې د اسلامي امارت د دفتر فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او ویلي يي دي، یاد دفتر له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو په رغولو او عادي کولو کې ګڼ مثبت ګامونه اخیستي دي.