ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور ترمیماتي چاري بشپړي او د سېلانيانو پر مخ پرانيستل شو

په کندهار کې د لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور ترمیماتي چاري بشپړي او د سېلانيانو پر مخ پرانيستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کي د اطلاعات او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د تاریخي ابداتو رییس انجنیر نسیمي، د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني، د کندهار فرهنګي شخصیتونو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.

مولوي قدرت الله جمال ویلي: “خوښ یم چې د مسلمانانو د افتخار لوی امپراتور احمد شاه بابا د کور د پرانیستي په مراسمو کې ګډون کوم، احمد شاه بابا د لوی فکر خاوند وو او اسلامي دود او فرهنګ یې درلود.”

نوموړي زياته کړې، اطلاعات او کلتور وزارت د دې ډول تاریخي ځایونو ساتني او بیا رغوني ته جدي پاملرنه لري؛ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته تاریخي ابدې ترمیم شوي او د نورو د ترميم چاري به هم ترسره شي.

دغه‌راز د کندهار پوهنتون استاد انجنیر شېرشاه رشاد ویلي: “د خوښۍ ځای دی چې تر یوې اوږدې جګړې وروسته نن د لوی امپراتور احمد شاه بابا په تاریخي کور کې راټول شوي یو او دا ډول ودانۍ زموږ د تاریخ ژوندی ثبوت دی، هيله ده چې د دې ودانۍ شاوخوا پاخه تعمیرونه او نوري ودانۍ هم استملاک او د احمدشاه بابا د کور تاريخي ارزښت او جوړښت وساتل شي.”

په ورته وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني ویلي: “دا مهال د احمد شاه بابا د کور د ترمیم لومړی فاز بشپړ شوی او ډېر ژر به یې د دویم فاز ترمیماتي کارونه هم پیل شي.”

د نوموړي زیاته کړې، یو شمېر تاریخي ودانۍ چې د نړېدو له ګواښ سره مخ وې، په اساسي ډول ترمیم شوي او د شاوخوا سیمو د استملاک چارې هم تر غور لاندې دي.”

د یادونې وړ ده، چې دغه تاریخي ودانۍ د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري د ۱۷.۵ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۷ میاشتو په موده کي ترمیم شوې ده.

یاد کور د بخارايي سبک له مخي رغول شوی، چې شپږ اساسي اطاقونه، دوه کومکي اطاقونه، دوه منزلونه او یوه زېرخانه لري.