ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات زعفران د لسم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوندور زعفران شول

د نړیوال خوند انسټیټیوټ د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د ارزونو د پایلو په اعلانولو سره د هرات زعفران د لسم ځل لپاره د «غوره خوند» جایزې د ګټونکي په توګه نومولي؛ هغه ویاړ چې د نړۍ د با کیفیته محصولاتو د تولیدوونکو ترمنځ یې د افغانستان نوم روښانه کړی.

دغه جایزه چې د رنګ، بوی او مطلوب خوند د کره حسي معیارونو له مخې ورکول کېږي، په نړیوالو بازارونو کې د هرات د زعفرانو د غوره مقام څرګندونه کوي.

په وروستیو کلونو کې زعفران د کوکنارو د یو غوره بدیل په توګه پېژندل شوی، زرګونه کورنۍ په ځانګړي توګه په هرات ولایت کې د زعفرانو د تولید او صادراتو له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

وړاندې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و، چې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د هرات څه باندې ۲۲ ټنه زعفران د شاوخوا ۳۰ میلیونه او ۳۵ زره ډالرو په ارزښت نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.