د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي يو شمېر امارتي مسولینو په ملتیا، د نغلو د برېښنا بند څخه له نږدې لیدنه وکړه .
د دې ليدنې پرمهال اړوند مسولينو د خپلو فعاليتونو او برنامو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.
همدارنګه مولوي عبدالسلام حنفي د نغلو د برېښنا بند د مسولينو د فعاليتونو او کړنو قدرداني وکړه او وې ويل، له زېربناو ساتنه او ملت او وطن ته خدمت، زموږ اسلامي او هېوادنی مسولیت دی.

