د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح او مالي او اداري مرستیال ملا عبدالحق اخوند په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.
ټولګټو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د ابو نصر فراهي میل ۷۸ سړک په مسیر کې د شته ستونزو د حل او د دې پروژې د چارو د بشپړېدو په اړه خبرې شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې ابو نصر فراهي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ یو له کیلدي بندرونه څخه دی، چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار شوی دی.

