د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د روان لمریز کال په ۹ میاشتو کې د ۲۴ میلیونه او ۲۶۸ ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ټنه درملیز نباتات له هېواد څخه صادر شوي دي.
د یاد دفتر په وینا، دغه درملیز نباتات روسیې، متحده عربي اماراتو، ایران او امریکا ته صادر شوي دي.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، په صادر شویو درملیزو نباتاتو کې د زرشک لرګی، توره زیره، شنه زیره، شيرینبیان، زنجبیل، دارچین، اویشن، روزماري او یو شمېر نور نباتات شامل دي، چې د هرات له لارې نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.

