هرات کې د تسبیح جوړولو یوه تولیدي کارخونه په میاشت کې شاوخوا زر جوړه په لاس جوړې شوې تسبیح سعودي عربستان، مصر او روسیې ته صادروي.
د یادې کارخونې مسوولین وایي، چې دغه تسبیح د لوړ کیفیت، ځانګړي میناتورۍ، دودیز ډیزاین او د غوره موادو د کارولو له امله په بهرنیو بازارونو کې له تود هرکلی سره مخ شوي دي.
د دوی په وینا، سره له دې چې د غوښتنې کچه لوړه شوې او له بېلابېلو هېوادونو څخه ډېرې غوښتنې کېږي، خو د کارخونې اوسنی ظرفیت په میاشت کې له زرو جوړو څخه د زیاتو تسبیحاتو د تولید توان نه لري.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې بهر ته د دې ولایت د د لاسي جوړو تسبیحو لېږد د سیمې او نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د فرهنګ او هنر د پېژندنې په برخه کې مهم رول لري.
له بلې خوا، د یادې کارخونې کارکوونکي او زدهکوونکي وایي، که اړینې اسانتیاوې برابرې شي او د تولید ظرفیت لوړ شي، نو د هېوادوالو لپاره به د کارموندنې نور فرصتونه هم رامنځته شي.

