د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.
یادو مشرانو د کډوالو چارو د وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت دا ډول هڅې یې د ولسونو د ستونزو په حل کې مهمې بللې دي.
د ناستې پر دوام دغو مشرانو او علماوو د خپلو وړاندېزونو شریکولو پر مهال له اسلامي امارت څخه، اړمنو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا د قومونو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د تېرو پینځو لسیزو د ناخوالو ګالل د اسلامي نظام ټېنګښت او اشغال ختمولو په موخه و او افغانان په هېواد کې د دین دښمن نه شي زغملي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په افغانستان کې په نیکو کارونو کې سیالي کیږي او ناخوالې پای ته رسیدلې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د هېواد د تاریخ روښانه پېر جهادي بریاوې او د ولس یووالی دی او دغهراز یې یادو علماوو او مشرانو ته یې په خطاب کې څرګنده کړې، چې د اړتیا په صورت کې د جهاد سنګرونه اباد وساتئ.
نوموړي د خلکو ستونزو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې اسلامي امارت یې د حل هڅې کوي او د خلکو پرمخ د شکایت او وړاندېز دروازې پرانیستې دي.

