ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۱هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸ کورنیو سره ټولې۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۳۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱کورنۍ سره ټولې۸۰۰۰افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۳۸۹تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱عدد سیمکارت، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۳۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷کورنیو سره ټولې۳۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۷۰خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار 

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۶۰کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۱۴۳۱تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۶۳کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۸۰۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۰۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۳۱‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷۷تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۴۴ زره  او ۲۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د کډوالو  د دایمي مېشتیدنې او ځمکو وېش کمېټه

د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې جبري راستنو شویو کډوالو  ته د کډوالو  په ښارګوتو کې د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکو نمرو د وېش لړۍ جریان لري:

۱- ننګرهار ولایت د بهسود خانکي ښارګوټي کې ۶۵ کورنیو، چې تر دې مهاله، په ټوله کې ۱۰۲ کورنيو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.

۲- لغمان ولایت د باباصاحب ښارګوټي کې ۳۹ کورنیو، چې تر دې مهاله، په ټوله کې ۶۳۷ کورنيو ته ځمکو نمرې وېشل شوي دي

۳- کونړ ولایت د کډوالو  ښارګوټي کې تر دې مهاله ۴۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.

 ۴- بامیانو ولایت کې تر دې مهاله ۱۱۴ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

۵- کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ کې تر دې مهاله ٤٥٠ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

۶- بلخ ولایت کې ۳۱۳ کورنیو ته، تر دې مهاله، د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

 ۷- کندز ولایت د خواجه کفتر په ښارګوټي کې ۲۰ کورنیو، چې تر دې مهاله، په ټوله کې ۶۰۰ کورنيو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:                 ۳۴۸کورنۍ او ۱۸۱۶وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۱۴۰کورنۍ او ۷۲۹وګړي

مرسته شوي کډوال:                 ۵۰۹کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۲۳۹عــــدده

تر دې مهاله وېشل شوې د ځمکې نمرې:   ۲۲۵۶ کورنیو ته