د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د عالیقدر امیرالمؤمنین په لارښوونه د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته سفر کړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، ښاغلي منیر د دې ولایت له سیمهییزو مسولینو سره په لیدنه کې د نشهیي توکو کښت، قاچاق، سوداګرۍ او کارونې پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال دغه راز د ننګرهار سیمهییزو مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې په دې برخه کې جدي او کوټلي ګامونه واخلي.

