د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې یاد ولایت ته د راستنو شویو کډوالو له استازو لیدنه وکړه.
یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې نوموړي له لسګونو اړمنو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته هم کړې ده.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانان د دین او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې په موخه کډوالۍ ته اړ شوي او هر راستون شوی افغان د قدر وړ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او اسلامي امارت د راستنېدونکو د ښه خدمت لپاره اړوندې چارې ځینو وزارتونو او ادارو ته سپارلې دي.
دغهراز مولوي عبدالکبیر څرکنده کړې، چې په ټولو ولایتونو کې اړمنو راستنو شویو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې زرګونو کورنیو ته به نغدي او د خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
همدارنګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له مرستندویو ادارو او خلکو څخه غوښتي، چې له راستنو شویو سره مرسته او د هغوی لاس نیوی وکړي.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر راستنو شویو ته د نغدي مرستې د وېش پر مهال په راتلونکې کې د نورو مرستو د چمتو کولو یادونه کړې او د اړتیا په صورت کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

