په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د دې هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره لیدنه کړې ده.
اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د کانونو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو کانونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شریکولو او دغه راز د صنعتي څانګو د اغېزمن مدیریت او پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
د دغه سفارت په وینا، اندونیزیایي لوري په اړوندو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

