د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د افغانستان ښاري او کلیوالي پرمختګ ملي موسسې په مالي مرسته او د AHP موسسې په تخنیکي همکارۍ د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په معروف خیلو کلي کې د شپږ میلیونه او ۵۴۵ زره افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د رغولو چارې پیل شوې.
په یاده پروژه کې چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړیږي، د اوبو یوه ذخیره، د سولر سیسټم، د ساتونکي خونه، ۸۵ کورونو ته د شیردانونو نښلول او د یادې سیمې د ۲۵ څاګانو ترمیم شامل دي.
د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې ۴۰ ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړیدو سره به يې ۸۸۲ تنه اوسیدونکي، د درې محراب مسجد شریف لمونځ کوونکي او د دوه باب ښوونځیو زده کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.