د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د لا ډېرې همغږۍ او د ګرځندوی او کلتوري برخو د پياوړتیا په موخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي قدرت الله جمال د چین او افغانستان ترمنځ د ګډو کلتوري او تاریخي ارزښتونو یادونه کړې او د چین له سفیر څخه یې غوښتي، چې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا، د هوټلدارۍ او توریزم انستیتیوت د زدهکړیالانو ظرفیت لوړولو، د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ګرځندوی مارکیټینګ او پانګونې برخو کې خپلې تجربې شريکې او پوره همکاري وکړي.
دغه راز ښاغلي جمال د وریښمو لارې په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونو آثارو د نندارتونونو جوړولو او مسلکي کسانو د رابللو غوښتنه یې کړې ده.
د ناستې په لړ کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي، چین او افغانستان ګډې او نیکې اړیکې لري، چې باید دا اړیکې د تل په څیر دوامداره وساتل شي.
دغهراز ښاغلي ژاو شینګ د دوه اړخیزو همکاریو او تجربو شریکولو ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده؛ د کلتوري او سیاحتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزې همکارۍ اړینې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په وروستیو کې د چین سفیر له لوري ښاغلي مرستیال ته او د ښاغلي مرستیال له لوري د چین سفیر ته بېلابیلې ډالۍ ورکړل شوې دي.

