ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تهران له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ایران پر وړاندې د امریکا لاسوهنې وغندي

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه ټلیفوني اړیکه کې د سیمې او نړیوالو بدلونونو په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عراقچي د دې ټلیفوني اړیکې پر مهال په خپل هېواد کې د وروستیو ناارامیو په اړه د امریکا او د اسراییلو د رژیم ملاتړ ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له لوري د دغو کړنو د کلکې غندنې غوښتنه کړې.

دغه راز بهرنیو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د ایران د موضوع د مطرح کولو په اړه د امریکا پر اقدام نیوکه کړې او د وګړو د حقونو پر درناوي او د ملي امنیت پر ساتنې د ایران پر ژمنتیا یې ټینګار کړی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي، چې هېوادونو باید د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه وکړي او دغه راز د ملګرو ملتونو د منشور پر مراعات او د زور له کارولو د ډډه کولو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.