د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون له ځانګړې ناستې وروسته د دایمي مېشتېدنې کمیټې له لوري کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی.
ښاغلی فطرت زیاتوي، چې تر دې مهاله د بېلابېلو ولایتونو د کډوالو په ښارګوټو کې په جبري توګه راستنو شویو هېوادوالو ته ۳ زره او ۴۶ نومرې ځمکه وېشل شوې او د نورو ته د وېش لړۍ روانه ده.
نوموړی زیاتوي، چې د دې سربېره راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي، غیرې خوراکي او نغدي ژمنیو مرستو بهیر هم چټک شوی دی.

