په اسلو کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست نجیبالله شاهین د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا او افغانستان د څانګې له رییس سیګبیورن تنفیورد سره لیدنه کړې.
ناروې کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزه سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، بشري مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.

