د کورنیو چارو وزیر خليفه سراجالدین حقاني له لوري د هرات ولایت اوسېدونکی ۹ کلن محمد امیري، چې د انټرنېټ له لارې یې تر اوسه نهه ژبې زده کړي وستایل شو.
محمد امیري، چې تر اوسه په رسمي ډول ښوونځي ته نه دی تللی وايي؛ چې هره ژبه یې په شاوخوا دوو میاشتو کې زده کړې ده.
نوموړي ښاغلي وزیر ته خپلې ژبنۍ وړتیاوې په عملي ډول وښودلې او په بېلابېلو ژبو یې خبرې وکړې، چې د خليفه سراجالدین حقاني له خوا یې ستاینه وشوه.
خليفه سراجالدین حقاني یاد ماشوم د هېواد نادر او استثنایي استعداد وباله او د زدهکړې، روزنې او مالي ملاتړ برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز ښاغلي حقاني د محمد د ښې روزنې لپاره د فوقالعاده استادانو د ګمارلو او د پلار لپاره یې د کاري فرصت برابرولو په موخه د ټکسي موټر اخیستلو ژمنه هم وکړه.
محمد امیري تر دې وړاندې په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي وو، چې د ژوند تر ټولو لوی ارمان یې د خليفه سراجالدین حقاني سره لیدل دي، چې دا ارمان یې اوس په بریالیتوب سره پوره شو.
همدا راز د کورنیو چارو وزیر یاد ماشوم ته ۱۵۰ زره افغانۍ او لپ ټاپ ډالۍ کړ.

