د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یو مشورتي او مالي شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند پروژې د پلي کولو په موخه هوکړهلیک لاسلیک شو.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د دې پروژې د تطبیق اساسي فعالیتونه د عامه پوهاوي پروګرامونه، د محلي خلکو او کمېټو ظرفیت لوړونه، د ځنګلکارۍ او نیالګیو کېنولو ملاتړ، د اقلیمي خطرونو د کمولو لپاره د معلوماتو راټولول، د کوچنیو معیشتي بدیلو پروژو پلي کول او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ټولنېمحوره پلانونو جوړول دي.
دغهراز یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغې پروژې له مخې به په ټاکل شویو سیمو کې لسګونه ښوونیزې ناستې، د ځايي کمېټو جوړښت او پیاوړتیا، د نیالګیو د کرلو او ساتنې لپاره چمتووالی، د کرنیزو بستهجاتو وېش، د ټولنیز بسیج فعالیتونه او همدارنګه د چاپېریالي ستونزو د ثبت او تعقیب مېکانېزم رامنځته شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د دې هوکړهلیک لاسلیک د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو هڅو، موثرې همکارۍ او دوامدار پرمختګ په لور یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ورته پروژو تطبیق د چاپېریال ساتنې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.
ورته مهال د یاد شرکت ریيس اجمل مومند ژمنه وکړه چې ورکړل شوې پروژه به د اصولو سره سم په ښه ډول تطبیق کړي او په دې سره به د کونړ خلکو ته اړین خدمتونه او پروګرامونه عملي شي.
د یادونې وړ ده، یاده پروژه، د UNDP له لوري تمویلیږي چې د شپږو میاشتو په موده کې به په کونړ ولایت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم څار او همغږۍ لاندې، د اکسس پواینټ شرکت له خوا تطبیق شي.

