په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د اوقافو او اسلامي چارو له وزیر غانم بن شاهین بن غانم الغانم سره لیدنه کړې ده.
قطر کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوقافو او دیني چارو، کلتور او زدهکړو د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
دغهراز په دې لیدنه کې د قطر د اوقافو وزیر په یادو موضوعاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

