ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د منظم او خوندي لېږد او را لېږد په موخه له اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یادو تړونونو له مخې به د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونه ټول حاجیان د هېواد له
څلورو پروازي زونونو (کابل – مزار شریف – کندهار – او هرات) له هوايي ډګرونو څخه د مدینې منورې او جدې نړیوالو هوايي ډګرونو ته د ټاکل شوي مهالویش مطابق انتقالوي او د حج د مناسکو تر اداء کولو وروسته به یې بېرته په منظم ډول همدغو پروازي زونونو ته رالېږدوي.
همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړه هوايي شرکتونه مکلف دي چې د تړون د شرایطو سره سم د سعودي عربستان د ملکي هوانوردۍ له ادارې سره په همغږۍ د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره دقیق او منظم مهالویش ترتیب او تطبیق کړي او د نړیوالو هوايي معیارونو سره سم د الوتکو تخنیکي چمتووالی تامین او د حاجیانو د اسانتیا، خوندیتوب او ارامتیا لپاره اړین خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د یادو تړونونو د تطبیق، د الوتنو د تنظیم او حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له کیفیت څخه په دوامداره توګه څارنه او نظارت ترسره کوي.

