د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي د بنګلهدیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال محبوب الرحمن سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د غونډې په پیل کې د کوربه هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن د اسلامي امارت د پلاوي تود هر کلی وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفې پر ورکړه، د سوداګریز حجم په زیاتوالي او افغانستان ته د درملو او ټوکرو پر واردولو هر اړخیز بحث وشو.
د دغه وزارت په وینا، همداراز په دې لیدنه کې په کابل او ډاکه کې د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، په دواړو هېوداونو کې د سوداګریزې اتشې پر معرفي کولو او د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو په موخه د ګډې کمېټې په رامنځته کولو هوکړه شوې ده.
په پای کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان او بنګلهدیش ترمنځ شته سوداګریز فرصتونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.

