د اهل تشيع استازي سيد صوفي ګرديزي ویلي، له څو ليسزو جګړو وروسته د اسلامي امارت بريا د الله تعالی اراده وه او په وينا يې چې اوس په ټول افغانستان کې امنيت تامین دی.
نوموړي زياته کړې؛ د اهل تشيع علما او مخور مسوليت لري، چې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او د بهرنيو دښمنانو لاسونه لنډ کړي.
د اهل تشيع د ولسي وګړو د دفتر غړي سيد حسن شريفي بلخابي ویلي؛ د اهل تشيع ستونزو حل لپاره يې يوه طرحه ترتيب کړې او د چارو ادارې له رهبري يې غوښتي، چې په یاده طرحه دې کتنه وکړي.
د چارو ادارې لوی ریيس مولوي نورالحق انور ویلي؛ د افغانستان قومونه او مذهبونه په خپل منځ کې سره ورورولي لري او په وينا يې اسلامي امارت د هېواد د اتباعو حقوقو ته د هېواد په هره برخه کې ژمن دی، ښوونيز، روغتيايي او اقتصادي خدمات د هېواد د ټولو خلکو لپاره د هېواد په ټوله جغرافيه کې په برابره توګه سرته رسيږي.
مولوي نورالحق انور د اهل تشيع استازو سره ژمنه کړې، چې اصولي وړانديزونه، غوښتنې او مشکلات به يې د حل لپاره اړوندو ادارو ته سره شريکې کړي.