د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شويو کډوالو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپلو خبرو کې وویل، چې دا بهیر به په تدریجي او شفاف ډول د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عملي شي، څو ټول د شرایط وړ کورنۍ له دغو مرستو څخه برخمنې شي.
د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د سمنګان ولایت دوه زره او ۲۰۰ بېرته راستنې شوې کورنۍ د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي او هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلوګرامه بوجۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
په همدې مراسمو کې د سمنګان والي داملا محمد شعیب رسالت د کرنې وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په دې ولایت کې مېشتو کډوالو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی د ستونزو د هواري لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې ده او ډېر ژر به د بېرته راستنو شويو کورنیو د استوګنې لپاره د هستوګنې ښارګوټو د وېش بهیر هم پیل شي.
همدارنګه، یو شمېر هغه بېرته راستنه شوي کډوال چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، د دې اقدام ستاینه وکړه او د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره یې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

