هند تېره ورځ (دوشنبه، د مرغومي ۲۹مه) له متحده عربي اماراتو سره د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د طبیعي مایع ګاز (LNG) د پېرلو تړون لاسلیک کړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه تړون نوي ډیلي ته د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان د سفر او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی.
دغه تړون له مخې به د متحده عربي اماراتو دولتي شرکت «ادنوک ګاز» د لسو کلونو مودې لپاره هر کال د «هندوستان پټرولیم» شرکت ته ۰.۵ میلیونه ټنه مایع ګاز ورکوي.
دواړو هېوادونو دغه راز هوکړه وکړه، چې په راتلونکو شپږو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲۰۰ میلیارده ډالرو ته لوړوي.

