د افغانستان او وېسټنډیز تر منځ د درېیو شل اوريزو سيالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان وېسټنډیز ته د ۳۸ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاګل شویو ۲۰ اورونو کې د ابراهیم ځدارن د ۸۷ ناسوځېدلو او دروېش رسولي ۸۴ منډو پر مټ وېسټنډیز لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې وېسټنډیز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړی او له افغان لوبډلې یې د ۳۸ منډو په لوی توپیر ماتې وخوړه.
په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لپاره ضیاالرحمن شریفي درې، راشد خان، مجیب الرحمن ځداران او نور احمد لکڼوال ۲ ـ ۲ لوبغاړي وسوځول.
دروېش رسولي د ۸۴ منډو په جوړولو او درېیو کچونو په نيولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
نوموړي له لوبې وروسته وويل؛ ډېر خوښ دی، چې ښه لوبه یې وکړه او د دوو لوبغاړو له ژر سوځېدو وروسته، چې د لوبډلمشر له خوا کوم پلان ورکړل شوی و، په هغې یې عمل وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او وېسټنډیز دویمه لوبه به سبا چهارشبنه د جنوري پر ۲۱مه نېټه د شپې ۷:۰۰ بجې پیل شي.
له دې لوبلړۍ وروسته به افغان ملي لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او له جنوبي افریقا، نيوزيلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره به بخت ازمايي.

