د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د تاجېکستان پانګوال شرکت له مسول سره د برېښنا اړوند برخو کې په پانګونې خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې یاد پانګوال د نوې کېدونکې برېښنا او برېښنا وېش تاسیساتو جوړونې برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
دغهراز ملا عبدالحق همکار د پانګونو او پانګوالو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او د یاد پانګوال د لیوالتیا ستاینه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړونې برخو کې تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ملي او نړیوالو پانګوالو پانګونې زیاتې شوي او مخ پر زیاتیدو دي.

