ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نوي کابل ښار پروژې لپاره د خصوصي شرکت پراختیايي پلان منظور شو

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مولوي نجیب الله حیات حقاني د نوي کابل ښار اړوند د یوه پراختیا ورکوونکي شرکت تفصیلي پلان منظور کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې دغه پلان، له هر اړخیزو تخنیکي او مسلکي ارزونو وروسته منظور شو او په عملي ډول ورته د کار پیلولو رسمي اجازه هم ورکړل شوه.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، په دې اړه وویل، چې د یاد پلان تطبیق به د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا بهیر ته د پام وړ چټکتیا ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه به نه یوازې د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا لامل وګرځي، بلکې د سلګونو کسانو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي، چې دا چاره به د بېکارۍ د کچې په راټیټولو کې مهم رول ولري.

د ښاغلي حقاني په وینا، د دا ډول پراختیایي پروژو پلي کېدل به د معیاري استوګنځایونو د جوړېدو لامل شي او په هېواد، په ځانګړي ډول کابل کې به د مسکن او سرپناه شته ستونزه تر ډېره بریده راکمه کړي.

همدارنګه، د وزارت مسوولینو ټینګار وکړ، چې ټولې چارې به د ښاري پلان، ساختماني معیارونو او چاپېریالي اصولو ته په بشپړ پام سره مخته یوړل شي، تر څو یو منظم، خوندي او د اوسېدو وړ ښاري چاپېریال رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د نوي کابل ښار د دوامدارې پراختیا په لور یو مهم او اغېزمن ګام ګڼل کېږي.