د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په ۴۱۱ لویو نظامي مرکزونو کې د شعبانالمعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د پینځم ځل لپاره د قرآن عظیم الشان د ژباړې او تفسیر دورې لړۍ پيل شوه.
دغه دوره تېره ورځ (سېشنبه، د شعبانالمعظم لومړۍ) د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، علماوو، شیوخو، مفتیانو او د امنیتي ادارو د استازو په شتون کې د یوه غونډې پر مهال پیل شوه.
دغه دَورې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ابتکار او غوښتنه او د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام په منظورۍ، هر کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د ټول هېواد د سلګونو تنو جیّدو علماء کرامو او شیوخ عِظامو لخوا په سلګونو لویو نظامي مرکزونو کې زرګونو تنو مجاهدینو ته وړاندې کېږي او د عامو هېوادوالو لپاره هم د ملي راډیو تلویزیون له لارې په دواړو ملي ژبو (پښتو او دري) کې خپرېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د غونډې ګډونوالو ته د قرآن عظیم الشأن د ترجمې او تفسیر د ارزښت په اړه عالمانه وینا وکړه او ویې ویل: چې سر له سبا به د هېواد په ټولو (۳۴) ولایاتو کې د جیّدو علماء کرامو او شیوخِ عِظامو لخوا د قرآن عظیم الشأن ترجمې شروع کیږي او د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام لري.
نوموړي زیاته کړې، وزارت هڅه کوي، چې دغو مبارکو دورو ته د هېواد د مرکز او ټولو ولایاتو په کچه نوره هم پراختیا ورکړي، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د دغو مرکزونو شمېر (۴۱۱) ته رسېدلی، چې (۳۶۴) مرکزونه د هېواد په ولایاتو او پاتې (۴۷) نور یې په مرکز کابل او نواحیو کې دي.
ښاغلي ثاقب ویلي، هوډ لرو، چې په راتلونکو کلونو کې دا بهیر لا پسې وغځيږي، تر څو د قرآن کریم له تعالیمو او فیوضاتو څخه ټول هېوادوال په پوره توګه برخمن شي.
ښاغلي وزیر همدارنګه د اسلامي امارت لخوا د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر دورو اهمیت او ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قرآن کریم خدمت ته ډېره پاملرنه کړې ده، ځکه قرآن کریم د اسلام د مبارک دین او اسلامي نظام اساس او بنیاد، د شریعت لومړنی مصدر او د ټولو احکامو سرچینه ده، نو پر همدې اساس یې باید هر اړخیز خدمت ته پوره پاملرنه وشي.
ښاغلي ثاقب صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې محترمو شیوخو او علماء کرامو ته د دغو دورو د ښه نظم او انتظام اړوند ځینې مهمې او اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي:
۱. د ترجمو او تفسیر په دورو کې دې ټولو طالبانو او هېوادوالو ته په ډېر تاکید سره د نیت د سموالي، دیندارۍ او امانتدارۍ تلقین او توصیه وشي.
۲. مجاهدینو ته دې له مظلوم ولس سره په نرم چلند او ښو اخلاقو تاکید وشي او لکه تکبر، غرور او نورو داسې حرکاتو څخه دې منع کړل شي چې د ولس د نارضایتۍ سبب ګرځي.
۳. د حنفي مذهب حقانیت او ارجحیت دې په ښه مؤثر انداز او په قناعت بښونکو دلایلو سره بیان شي.
۴. د باطلو او منحرفو افکارو په اړه دې د شرعي دلائلو په رڼا کې کافي تردیدي توضیحات ورکړل شي.
۵. مجاهدین دې د خرافاتو، خودساخته افکارو، نظریاتو او داسې اعمالو څخه راوګرځول شي چې د اسلام او مذهب د بدنامۍ سبب ګرځي.
۶. مجاهدین او عام ولس دې وپوهول شي چې د داسې خبرو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې تفرقې، شکونه او شبهات رامنځته کوي.
۷. د اسلامي شریعت له پلوه له کفارو سره باید د جائزو او ناروا تعلقاتو لکه، موالات، مدارات، مواسات او معاملاتو وضاحت وشي.
۸. مجاهدین او ولس دې وپوهول شي چې د دښمنانو پروپاګندونو او تبلیغاتو ته وارخطاء نشي، دښمن اوس تبلیغاتي جګړه کوي، نور توان یې نشته، مونږ باید دغه جګړه هم وګټو او دښمن ذلیله او نامراده کړو.
۹. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا به په ټول هېواد کې د ترجمو له بهیر څخه د نظم او مدیریت په موخه دوامداره څارنه او نظارت ترسره کیږي او د ارشاد، حج او اوقافو ولایتي رییسان هم مکلف دي، چې د ترجمو له مرکزونو څخه لیدنه وکړي او خپل معلومات له وزارت سره شریک کړي.
۱۰. د عامو هېوادوالو لپاره به د ملي راډیو تلویزیون له لارې د دوه تنو جیّدو شیوخِ کرامو لخوا په ژوندۍ بڼه په دواړو ملي (پښتو او دري) ژبو هم د قرآن کریم ترجمه او تفسیر کیږي او په ټاکلې موده کې به دغه ترجمه هم پای ته رسول کیږي.
همدارنګه د غونډې په لړ کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي مخدوم عبدالحق، د ملي دفاع وزارت استازي مولوي سیدآغا او د استخباراتو لوی ریاست استازي مفتي محمود الحسن، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي او دغه راز له رابلل شویو شیوخِ کرامو څخه هر یو شیخ طالب جان ادیب او شیخ مفتي محمد طاهر هم مفصلې خبرې وکړې، د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د ارشاد، حج او اواقافو وزارت له دغه مهم اقدام څخه یې ستاینه وکړه او دا یې د ولس او مجاهدینو لپاره ستر خدمت وباله.

