ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور: د هېواد د ابادۍ بهیر باید لا ګړندی شي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت له مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌پرور، د یاد ولایت له ښاروال، د اداري اصلاحاتو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، د ولایت مقام د دفتر، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د مخابراتو، د کانونو او پټرولیم، د سوداګرۍ خونې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو، د ټرانسپورټ له رییسانو او د جلال‌اباد له مرستیال ښاروال سره لیدنه کړې ده.

یاد وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور د لوګر ولایت مسوولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی خبرې واورېدې او ویې ویل، چې موږ او تاسې ټول باید د هېواد د آبادۍ په لاره کې نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو؛ ځکه دا کړېدلی او ځورېدلی ولس پر موږ او تاسې ډېر حق لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د هېواد د آبادۍ په برخه کې ګڼې پروژې پلې شوې دي او دا لړۍ باید لا ګړندۍ شي.