ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه وکړه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.

 د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، غونډې ته په هغو سکټورونو کې چې پانګونه پکې نه وي شوې، نویو پانګوالو او صنعت‌کارانو ته د مالیاتي معافیت موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه جوړ شوی سند د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره بشپړ او په لنډ وخت کې خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په هېواد کې د اوبو رسونې شبکو د حفظ او مراقبت او د څښاک پاکو اوبو د ژورو غیرفعالو څاګانو د بېرته فعالولو پر طرحه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

اقتصادي معاونیت په وینا، همداراز د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم له بحث وروسته د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د شته ځمکې پرځای د طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته بدیله ځمکه په نښه او خپل راپور دې کمېټې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي.