د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه نړۍواله لوبه کې وېسټنډیز ته د ۳۹ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې یې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
د لوبې پچه د وېسټنډیز لوبډلمشر برانډن کینګ وګټله او د توپاچونې پرېکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د دروېش رسولي ۶۸، صدیق اتل ۵۳، عضمتالله عمرزي ۲۶ او ابراهیم ځدارڼ د ۲۲ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ.
په ځواب کې وېسټانډیزۍ لوبډله ونه توانېده، چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او د لوبې په ۱۸.۵ اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او له افغان لوبډلې یې د ۳۹ منډو په لوی توپیر ماتې وخوړه.
په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لپاره مجیبالرحمن ځدراڼ څلور، فضلالحق فاروقي او عضمتالله عمرزي ۲-۲ او لوبډلمشر راشد خان یو لوبغاړی وسوځاوه.
مجیبالرحمن ځداراڼ د هیټریک کولو ترڅنګ د څلور لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او وېسټنډیز درېيمه او وروستۍ لوبه به نن پنجشبنه د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د شپې ۷:۰۰ بجې پیل شي.
له دې لوبلړۍ وروسته به افغان ملي لوبډله په شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي، چې په خپل ګروپ کې له جنوبي افریقا، نيوزيلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.

