د ټولګټو وزرات لخوا د جوزجان – بلخ لویې لارې د ویجاړو برخو د بیارغونې او پاک کارۍ، د یوه پایه پولګوټي د رغونې او د ۳۶ متره په اوږد والي سره د تلې او سړک د کانکریټ اچونې چارې روانې دي.
دغه پروژه د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندي اته میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې د دریو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.
د دغې بیارغونې پروژې د کارپه بهیر کې د سېمې یو شمېر او سیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او د کار په بشپړیدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې دپخوا په پرتله هوارې شي.