د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي د بنګلهدېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شویو تولیدي کارخونو BEXIMCO Pharmaceuticals Ltd او RENATA PLC څخه لیدنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې مولوي احمدالله زاهد د بنګلهدېش د درملو صنعت کارانو ته بلنه ورکړه تر څو په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
دغهراز نوموړي ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، اسلامي امارت د صنعت او تولید ملاتړ کوي او د پانګونې لپاره هر ډول اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ورته مهال د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس ډاکټر نعیمالله ایوبي، د بنګلهدېش د درملو صنعت کارانو ته دې وزارت د نافذه قوانینو له مخې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دې لیدنې په ترڅ کې افغان سوداګرو د بنګلهدېش د درملو له تولیدي کارخونو سره د مستقیمو قراردادونو پر لاسلیک او افغانستان ته د بنګلهدېش څخه د درملو د واردولو پر موضوعاتو هوکړه وشوه.
د یادونې وړ ده، چې یادې کارخونې د بنګلهدېش د پرمختللو تولیدي شرکتونو له ډلې څخه دي، چې خپل درمل شاوخوا ۵۰ هېوادونو ته صادروي.

