ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه.

 په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د ماليې او کورنيو چارو وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

دغه‌راز  په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.