د ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت قطرکې د افغانستان اسلامي امارت له سفارت څخه د لیدنې په ترڅ کې هلته د یاد سفارت د ترسره کېدونکو فعالیتونو، لاسته راوړنو او کاري بهیر څخه لیدنه کړې.
یاد وزارت زیاته کړې، چې ښاغلي فطرت په یاده لیدنه کې د ډیپلوماټیکو چارو د پرمخ بیولو، سیاسي همغږیو او هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د سفارت له مسولینو مننه کړې.

