د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رییس، حافظ ډاکټر نعیم الله ایوبي بنګله دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د صنعت ټولنې له عمومي منشي، ډاکټر محمد ذاکر حسین سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د درملو د تولید، تنظیم، سوداګرۍ او پانګونې په اړه د بحث سربېره ټینګار وشو، چې د درملو برخه کې دې سوداګري په قانوني، منظم او شفاف ډول ترسره شي.
دغه راز افغان پلاوي د بنګله دېش د درملو د تولیدي شرکتونو مسولین هڅولي، څو په افغانستان کې د درملو تولید برخه کې پانګونه وکړي.
همدا راز دواړو لورو د روغتیايي سکتور برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د درملو کیفیت پر تضمین او د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

