ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هلمند، کونړ او روزګان کې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ بدلې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په هلمند، کونړ او روزګان ولایتونو کې هغه اوږدمهاله شخړې، چې د انساني تلفاتو او ټولنیزو زیانونو لامل شوې وې، د یادو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو د مسولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو د هلو ځلو په پایله کې په دوستۍ بدلې شوې.

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د خلچ په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۵ کلنه دښمني، چې له امله یې اته تنه وژل شوي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس الحاج مولوي عبدالهادي حماد، دیني علماوو، قومي مشرانو او ځایي مسولینو په منځګړیتوب حل شوه، دواړو لوریو یو بل ته عفو وکړه او یاده دښمني په دوستۍ بدله شوه.

بلخوا، په کونړ ولایت کې د ځمکو پر سر رامنځته شوې اته کلنه شخړه هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او ځایي مشرانو د هڅو له لارې حل شوه.

دغه‌راز د منځګړو له لوري دواړه ښکېل لوري راټول شول، له څېړنې وروسته حق حقدار ته وسپارل شو او شخړه د دواړو لوریو په بشپړ رضایت پای ته ورسېده.

همدارنګه، د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ هغه شخړه، چې له دواړو لوریو پکې ۱۵ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لوري د رابلل شوې دودیزې جرګې په ترڅ کې هواره شوه.
په یاده جرګه کې دیني علماوو د دښمنۍ پر ناوړه پایلو خبرې وکړې او دواړه لوري یې سولې ته وهڅول.

د خبر له مخې، په پایله کې دواړو کورنیو د منځګړو پرېکړه ومنله، یو بل ته یې غاړه ورکړه او د مسولینو له هڅو یې مننه وکړه.