د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، داسې نښې شته چې اسراییل پر ایران د برید لپاره د فرصت په لټه کې دی او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدام کولای شي سیمه لا بېثباته کړي.
ښاغلي فیدان تېره ورځ له ترکي تلویزیوني شبکې «NTV» سره په مرکه کې ویلي: «هیله لرم چې هغوی بله لاره غوره کړي، خو حقیقت دا دی چې اسراییل، په ځانګړي ډول، پر ایران د برید لپاره د فرصت په لټه کې دی.»
د «ترکیه ټوډې» خبري وېبپاڼې د راپور له مخې؛ کله چې له ښاغلي فیدان څخه وپوښتل شول، چې ایا دا ارزونه پر امریکا او اسراییل دواړو تطبیقېږي که نه، نوموړي وویل چې په ځانګړي ډول اسراییل د داسې یوه فرصت په لټه کې دی.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې نوموړي د خپل وروستي سفر پر مهال دغه اندېښنې په مستقیم ډول له ایراني چارواکو سره شریکې کړې دي.
هاکان فیدان وویل: «کله چې څو ورځې وړاندې تهران ته ولاړم، د یوه دوست په توګه مې د دې بهیر په اړه ټول جزییات ورسره شریک کړل.»
نوموړي زیاته کړه: «او تاسو پوهېږئ، دوست تل تریخ حقیقتونه وایي.» دا څرګندونې هم د «ترکیه ټوډې» له لوري را نقل شوې دي.
د ښاغلي فیدان دا خبرداری وروسته له هغه مطرح شو، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پنجشنبې په ورځ په ټلیفوني اړیکه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وویل، ترکیه په ایران کې د هر ډول بهرني لاسوهنې مخالفت کوي او د خپل ګاونډي هېواد سولې او ثبات ته ارزښت ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و، چې د ایران پر لور یې له پرمختللیو پوځي تجهیزاتو ډکه جنګۍ بېړۍ استولې، خو هیله یې څرګنده کړې چې کارولو ته یې اړتیا پېښه نشي.

