ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جنوبي په شپږو ولایتونو کې څه‌باندې اوو زره راستنو شویو کډوالو ته د غنمو د وېش لړۍ پیل شوه

د کرنې ورازت وایي، د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي شفقت او مهربانۍ له مخې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه او د اداري او مالي مدیریت په تخنیکي همکارۍ، د کندهار په ګډون په شپږو ولایتونو کې د اووه  زره او ۲۰۰ غریبو او تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو د ویش بهیر رسماً پیل شو.

د یاد وزارت مسولین وایي، چې د یادو کډوالو د ټاکلو او نوم‌لیکنې پروسه تر دې وړاندې په بشپړه توګه ترسره شوې وه او اوس مهال د غنمو وېش عملي پړاو ته داخل شوې ده.

د چارواکو په وینا، د هر ولایت لپاره ۳۰۰ ټنه غنم د ۱۲۰۰ غریبو او راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره ځانګړي شوي دي، چې له مخې به یې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلو ګرامه غنم د یوې شفافې، منظمې او عادلانه پروسې له لارې په نږدې ورځو کې ووېشل شي.

ورته مهال راستنو شویو کډوالو دغه اقدام پر خپل وخت او پر ځای اقدام بللی او د افغانستان د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی څخه مننه کوي، چې تل یې د راستنو شویو کډوالو او اړمنو کورنیو ملاتړ کړی او دا ځل هم د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه غنم تېر کال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې پېرل شوي وو، چې اوس مهال یې ټاکل شوې اندازه غنم په یادو شپږو ولایتونو کې پر غریبو او نویو راستنو شویو کډوالو کورنیو باندې د هغوی په خپلو ولایتونو کې ویشل کېږي.

مسولین ډاډ ورکوي، چې د مرستو د وېش بهیر به د بشپړې روڼتیا، عدالت او منظم مدیریت تر اصولو لاندې پر مخ ولاړ وي، تر څو مرستې رښتینو مستحقینو ته ورسېږي او د هغوی د ژوند د ستونزو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې، ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري له خوا دغه بهیر په شمالي ولایتونو کې  پیل شوی او په نورو ولایتونو کې به هم ډېر ژر پیل شي.