د ملي دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبینو د هوایي ځواک پرمټ د فارياب ولايت لولاش ولسوالۍ اړوند سیمو کې په شدیدو واورو کې بند پاتې هېوادوال خوندي سیمو ته ولېږدول.
د بند پاتې کسانو له ډلې یو شهید او یو ناروغ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
همدا راز هغه سړکونه چې د شدیدې واورې له امله تړل شوي وو، د ٢٠٩ الفتح قول اردو د تخنیکي ټيمونو په ملتیا بېرته پرانیستل شول.
دغهراز د یاد وزارت په وینا، هوايي ځواکونو د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې په واورو کې بند پاتې یو شمېر هېوادوال ژغورلي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې ځیني بیړني ناروغان یې د درملنې لپاره د هوا له لارې هرات ولایت ته لېږدولي دي.

