د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په مرغومي میاشت کې پینځه زره او ۴۵۳ بهر مېشتو هېوادوالو ته د تابعیت پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي.
یادې ادارې زیاته کړې، په دې خدمتونو کې د دوه زره او ۲۳۴ نویو پېژندپاڼو، د ۵۹۷ مثنی پېژندپاڼو وېش او دوه زره او ۶۲۲ نورو کسانو ته د پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
بل خوا دې رياست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې یو زر او۲۲۹ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې او ۸۸۵ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۰ زره او ۹۲۴ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو مسوولیت په غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو (شفافو) خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

