ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره ورځ په ارګ کې د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي مبارزین وستایل شول


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع او یو شمېر نورو وزیرانو او امارتي چارواکو په شتون کې، د اسلامي امارت د قلمي او کلتوري مبارزینو ستاینغونډه تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د نظام په استحکام کې د قلمې مبارزې پر ارزښت خبرې کړي او ویلي یې دي، قلم هغه مقدسه او ارزښتناکه وسیله ده چې د ټولنې په اصلاح او د وګړو په اصلاح کې ډېر اغېزناک رول لري، خو په دې شرط چې د قلم تقدس او معنویت وساتل شي او د شخصي اغراضو او هغو وړو موخو لپاره ونه کارول شي چې د اسلام د مبارک دین له اساساتو، انساني کرامت، د ټولنې او اسلامي ارزښتونو او منل شویو عنعناتو سره په ټکر کې وي.

ډاکتر ملا عبدالوسع په تېر جهاد او اوس د نظام ساتنه کې د قلمي مبارزې ارزښت د درک وړ وباله او زیاته کړې یې ده، مبارزین دې د اسلامي امارت دریځ، لومړیتوبونه، په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې دې لا پېاوړې کړي.

نوموړي ویلي، د هېوادوالو د سعادت په موخه دې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، اساسي پیغامونه او سپارښتنې په داسې فصیح انداز بیان کړي، چې هېوادوال یې په اسانۍ درک کړي او خپل رغنده وړاندیزونه او نېکې مشورې دې په احسنه طریقه له مسولینو سره شریکې کړې.

دغه‌راز د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس د ټولنې د اصلاح، د خلکو د اذهانو د روښانولو او د نظام پر وړاندې مسولیتونو ته قلمي مبارزین متوجه کړل او سپارښتنه یې ورته کړي، چې د هېواد د دښمنانو بې اساسه تبلیغات او ګونګوسې خنثی کړي.

په همدې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي، زموږ قلمي او فرهنګي مبارزه په ډېرو کمو امکاناتو پیل شوه او اوس یې لویه ثمره وینو.

نوموړي دېته په اشارې، چې خلک ډېر ستاسو عمل ته ګوري زیاته کړې، په دې مبارزه کې د خلکو د باور ساتل، د ژبې او قلم د عفت او د اسلام مقدس دین د اصولو مراعتول مهم دي.

ورپسې د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي؛ شرعي نظام او د اسلامي امارت زعامت قلمي او فرهنګي مبارزې ته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي مبارزینو د اشغال په ۲۰ کلونو کې څو جبهې ګرمې ساتلې وې او د جهاد د مشروعیت ساتلو، د خلکو ارادې مدیریت، پر باطل د حق بري څخه ډاډ، د دښمن له جنایتونو څخه پرده پورته کول او د مجاهدینو د اتلولیو برجسته کولو په برخو کې یې ارزښتناکې هڅې وکړې.

همدارنګه قاري احمدالله سعید خوستي ویلي، د دغو مراسمو د جوړولو هدف تر فتحې وړاندې د هغو مبارزینو ستاینه ده، چې د اسلامي نظام د قیام او د اشغال د محوه کولو لپاره یې قلم پورته کړی و.
نوموړي زیاته کړې، زموږ مبارزه یوازې په وسله نه وه، بلکې د قلم سنګر فعاله ساتل او د عامه افکارو مدیریت هم و. پخوا به یوازې له منبر څخه ډېره استفاده کېده او اوس د منبر ترڅنګ له ټولنیزو رسنیو او نورو ارتباطي وسایلو څخه استفاده مهمه او حیاتي ده.
قاري سعید خوستي ویلي، اوسمهال اړتیا ده چې له دفاعي حالت څخه د تهاجمي حالت پر لور ولاړ شو او د عمراني او لویو زېربنایي پروژو جوړول، د سوداګرۍ او ټرانزیټ او نړۍ سره د اړیکو پراختیا ته ډېر انعکاس ورکړو.

ورته مهال د ورزش، بدني روزنې او المپیک کمېټې رییس احمدالله وثیق د دغو مراسمو پر جوړولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، څه موده وړاندې یې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره لیدنه درلوده او هغه هم د اسلامي امارت د مبارزینو د فعالیتونو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، په دې برخه کې باید ارزښتناک کارونه ترسره شي.

 نوموړي څرګنده کړې، دا چې د مغرضو رسنیو لخوا د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات زیات شوي، باید د دغو تبلیغاتو د دفع او ردولو لپاره د مبارزې ډګر لا زیات پیاوړی کړو او د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو لپاره باید د فکري انسجام یو مرکز جوړ شي.

 دغه‌راز نوموړي وړاندیز کړی، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره باید له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ څخه په پیاوړي ډول استفاده وشي.

همدارنګه  په دې مراسمو کې دوکتور لطف الله خیرخواه په ۲۱ پېړۍ کې اسلام ته ورپېښ ګواښونه تشریح کړی او د ځوانانو او مبارزینو پر بېدارۍ یې ټینګار کړی او ویلي یې دي، دې فکري جګړې ته باید اړین تیاری ولري.

همداراز په دې غونډه کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیال قاري عبدالستار سعید د لیکوالۍ د اصولو او د علمي او اکاډمیکو مقالو لیکلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.

 په پای کې مولوي صبغت الله وصیل په جهاد کې د اسلام د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د ژبې او قلمي مبارزې په اړه معلومات ورکړي او یاد مراسم د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري په دعائیې پاېته ورسېدل.