د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په یاده ناسته کې هغو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکړل شوه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو او همدارنګه د وارده او صادره ۵۸۲ ټوکو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې، د کمېسیون غړو ته ۲۰ عنوانه کتابونه ووېشل شول، تر څو راپور یې په راتلونکي ناسته کې وړاندې کړي.

