په ترکمنستان او قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارتونو سرپرستانو د هند د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو لمانځغونډو کې ګډون وکړ.
په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د کوربه هېواد په پلازمېنه کې د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی دی.
یاد سفارت ویلي، چې په دې مراسمو کې یې د نورو هېوادونو له دیپلوماټانو سره هم لیدنې کړې او د ګډې علاقې پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
همدارنګه د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم په یادو مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون درلود.
ورته مهال، په قرغزستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني هم د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی دی.
د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي حقاني د هند سفیر بیرېندر سنګ ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.
دغهراز د سفارت په وینا، مولوي عبدالشکور حقاني د دغې لمانځغونډې په ترڅ کې له یو شمېر سفیرانو او دیپلوماټانو سره پر دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

