د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشرې کاتارینا ریټز او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه امنیت دوی ته دا زمینه برابره کړې څو د هېواد هرې سیمې، هر کلي او هر ښار ته د اوبو رسولو، روغتیا، ښوونې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.
نوموړې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه هڅه کوي خپلې اړینې مرستې د افغانستان تر ټولو لرې پرتو سیمو پورې ورسوي.
بلخوا، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې یادې کمېټې په سختو شرایطو کې له بېوزلو او اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې دوامدارې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د بشري مرستو تر څنګ باید بنسټیزو پراختیايي پروژو ته هم پاملرنه وشي، څو د هېوادوالو ستونزې په بنسټیز ډول راکمې شي.
د لیدنې په پای کې، دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

